ځدراڼ

بِسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

 

ځد راڼ د پښتنويوه مشهوره او نو ميالی قبيله ده۰تاريخ پوهان يې د كرلاڼي د قبيلې څخه

ګڼي ۰ځدراڼ په لويه پكتيا ا و اوسني دری ولايتو نو پكتيا، پكتيكا،او خو ست كي استوګنه

لری ځدراڼ سر بيره په دي ولا يتونو د افغا نستان په نورو ولايتونو او د نړی په ډيرو

هيوادونو كي اوسيږي۰

ځدران په عمومى ډول په دوو لوېو درو شمل او تنګي باندې وېشل شوي دي د اټكل له

مخي دخلكومجموعي شميریي شپږ لكه تنو ته رسيږي چه په اوس وخت كی د افغانستان

د ځنو ولايتونوڅخه ېې دخلكو شمیرزېات دى د ځدراڼو شمال ته احمد زي، طوطاخيل

زر مت پوله لري جنوب ته يې تڼي اومندوزيو، يوه برخه يې دډيورنډ د كرښى  د مد خيلو

وزيرو سره پوله لري۰ ختيزله لوري منګلوسره پوله لري۰ لويديز له لوری د پير كوتيو

خروټو له قو مو نو سره پوله لري۰

ځدراڼ په لس ولسوالۍ ويشل شوي يا استوګن دي ښواك، ګرده څيړۍ، وزيي پكتياولايت

كې راځي دوه مونده (شمل) سپيره ، نادر شاه كوټ خوست ولايت كې راځي۰ زيړوك

ګيان ، نكه ، ارمه پكتيكا ولايت كې راځي۰

ځدراڼو د تاریخ په اوږدو کې خپل ملي حیثیت او هویت،پښتونولي،توره او میړانه ساتلې

اوهمیشه یې د وطن خیر غوښتۍ او ميشتووګړو يې د هيواد په جوړښت او دفاع کې

ټاکونکې ونډه لرلې ده د پښتنو د دې قبیلې اوسیدونکي  ټول پښتانه دي۰

دغرونو ډکه د ځدراڼو سيمه ټوله شنه غرنۍ سيمه ده اوشنې زرغونې درې لري په دغه

شنه غرنۍ سيمه كې رڼې سړې د چيني اوبه شنه واښه دنګې دنګې وني د مرغا نو

آوازونه او پاكه سړه هوا انسان ته خوښي او خوشحالي وربښي دځدراڼو غرونه په

طبیعى ونو لكه څیړۍ،لمنځى، ځنغوزى، نښتر،انځراو سرب پوښل شوى دي په دي

سيمه كي د كرني وړ ځمكه لږ ده د دغي سيمي پيداوارد نوموړی قبيلي د خلكو لپاره

بسنه نه كوي اوخلك ېى په عمومى ډول د تجارت په كاروباربوخت دي اود خلكو

اقتصادى وضع اوس دافغانستان دډېروقومونوڅخه ښه ده۰او پدی سيمه كي ډول

ډول ميوي پيدا كيږي چه غڼازي يا ځنغوزي د دغه ځاي له غوره پيداوارو نه كڼل كيږي

د ځدراڼو زياتره خلک د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې آسا نتياوې

له همدې لارې پوره کوي د کرهڼيزو ځمکو او ځنګلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو

يعنې سينداو باران اوبوڅخه ګټه اخلي اوزياتره سيمي يې روانې اوبه لري په ځينو سيمو

کې د بريښنا دتوليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي۰

ځدراڼ غيرتمن ، په هيواد او خپلواكی مين ، دينداره ، ميلمه پال، توريالي ، اوپه پښتو

او پښتونولي باندي ولاړخلك دي چه د خپلي جرګي توري او شملي تاريخ يې په سيمه

كي ژوندی كړی .په ريښتيا هم چه دوی د هرتيري كوونكي ځواك په وړاندي په ډير

ميړنتوب سره جنګيدلي د افغان ـ انګريز په دري ګونو جګړو كي دنورو افغاني شاه

زلميا نوتر څنګ يي په ډيره ميړانه توري وهلي دي دروسي يرغلګروپه وړاندي هم

ځدراڼود جهاد ملي مقاومت سنګرونه په ډيره ميړانه تاوده ساتلي وه او د ثور د كودتا

نه پس په لومړي ځل په افغانستان كې ځدراڼود دین اوهیواد په ننګ د جهاد اعلان وکړ

د پخوانی شوروی یرغل په مقابل کې ودریدل، بې شمیره قربانی یی ورکړی او د ډيرو

خونړيوجګړو سر ښندونو نه پس ځدراڼ آزاد او تر آخره پوري د روسانو او دهغوي

دپلوي رژیم ونه توانيدل چه د ځدراڼو سيمه خپله كړي اوعمومي سرك ګرديز نه خوست

پوري خلاص كړي چه ډير مهم اواكمالاتي سرك دی چه دا هم دځدراڼو د ميړنتوب

دينداري، د هيواد اوخپلواكۍ سره د ميني ثبوت دی له بده مرغه مخكني او اوسني

واكدارانو د ځدراڼو سيمي او قوم ته كومه پاملرنه نده كړی او نه يې ديادولوكوم جوړ

خاص ځای شته

ځدراڼ د ژوند سره مینه لری سوله یې آرمان دی او داسلام دمبین دین په رڼا کې دانسان

په توګه په خپلو وجایبواوحقوقو ښه پوهیږی په کاردی چې د دې ولس دمیړانو او

سرښندنو په لیدوسره د دوی ټول خدای ورکړی حقوق تضمین او ورکړل شی اوبیا

رغوني ته ېي پوره پاملرنه وکړل شي ۰

 

هيله من يم چه ټول ځدراڼ هم د خپل پر مختګ لپاره ډيره هڅه وكړي خپل جنګ ځپلې

وران کورځدراڼ آباد او بيارغونه كي يې پوره ونډه واخلي۰ ډیره مهمه ده چی د غفلت

او تمی په حالت کی ونه اوسیګواو وپوهیږوچی هیڅکله په پخوانی تاریخ کې هم داسې

ندی شوی چې بهرنیوځواکونودچا هیواد ساتلی اویایې رغولی وي نوپکار ده چې مونږ

هم دا احساس را ژوندی او پیاوړی کړوچې خپل هیواد او خپله سیمه به په خپلومټو ساتو

او آباده وبه ېي د پوهي اویوالي لپاره به زيار وباسوترڅود افغانستان اونړی د پرمختللي

قومونو كي حساب شو قلم او علم له ځان سره د ودي او پرمختګ رنګين توكي لري علم

انسان ته شخصيت او درنښت ور بښي راځئ چه د ټوپك پر ځاي خپلو ځوانانو ته د قلم

د چلوني چل هم ور زده كړوپه داسی حال کی چه دافغانستان دټولو ژبی د ودی اوپر

مختګ هیله لرو خو،خپله دنده ګڼو چه دخپلې خوږی لرغونی مورنۍ او پلارنۍ ژبی

پښتو د ودی اوپر مختګ لپاره ډير كار وكړو

يو قوم د خپلو تاريخي وياړونو ، كلتوري ارزښتونو ، ديني او مذهبي بنسټونو او

 تګلارو ته په پام اودرناوي سره ژوندي پاتي كيدی شي

راځئ چه د هر ډول ژبنيو ، سيمه ييزو ، قومي تعصبونو او تربګنيو له منځه وړلو

او پر ځای يې د ملي ورورۍ ، پخلايني او يوالي لپاره نه ستړی كيدونكې هڅه وكړو

 

 دیوه موټي خپلواک ، سوكاله ، شتمن اود علم په ګاڼه سمبال او پر مختللي ځدراڼ

اوافغانستان په لور۰

 

په ډیردرنښت خا لد ځدراڼ

 

سر چینې

۱ـ تاریخ حیات افغانی پښتو ژباړه د پیښور چاپ ۳۴۸ـ۳۴۹ مخونه۰

۲ـ پښتنې قبیلې دکتور لطیف یاد د پیښور چاپ ۱۰۰ـ۱۰۱ مخونه ۰

۳ـ زما خالد ځدراڼ شخصی یاداشتونه ۰